کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په کم عمرۍ کې ډېر ویډیویي ګیمونه یا لوبې کول ډېر ګټور وي

په کم عمرۍ کې ډېر ویډیویي ګیمونه یا لوبې کول ډېر ګټور وي

د ویډیویي لوبې په اړه په عام ډول ویل کېږي، چې دا ذهني یا رواني روغتیا ته زیانمن وي، خو اوس د یوې نوې څېړنې له مخې ددې خبرې برعکس دعوه کېږي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې ساینسپوهانو د یوې نوې څېړنې له مخې ویلي، هغه هلکان چې ورزش نه کوي او د ژوند طرز طریقه یې سسته یا کمزوري وي او ویډیویي لوبې یا ګیمونه کوي، نو په راتلوونکې ژوند کې یې پر ژور خپګان د اخته کېدو امکان لږ وي او هغه کسان چې په ورځني ډول ویډیویي لوبې کوي، د ذهني یا رواني روغتیا لپاره یې ګټور تمامېږي.

د لندن کالج پوهنتون ساینسپوهانو د ویډیویي ګیمونو یا لوبو په اړه که څه هم د هلکانو لپاره یې ګټې بیان کړي، خو بله خوا یې د انجونو په اړه بد زیری هم لري او ویلي یې دي که چېرته انجونې تر ډېره پورې د سکرین مخ ته کیني نو په ژور خپګان کې د اخته کېدو کچه ډېره وي، په ځانګړي توګه هغه انجونې چې تر ډېره پورې په ټولنیزو رسنیو کې مصروفه وي، په ژور خپګان ډېر اخته کېږي.

یاده دې وي چې په دې اوږده څېړنه کې ساینسپوهانو په یوولس او دولس کلونو په زرګونو کسانو څېړنې ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …