کورپاڼه / خبرونه / د سعودي حکومت ښځو ته په فوځ کې د نېولو لپاره اجازه ورکړه

د سعودي حکومت ښځو ته په فوځ کې د نېولو لپاره اجازه ورکړه

د سعودي حکومت ښځو ته په فوځ کې د نېولو لپاره اجازه ورکړه، د سعودي عربستان دفاع وزارت له حکمونو وروسته د نارینه وو سربېره ښځو ته هم د فوځ په لیکو کې د داخلېدو اجازه ورکړه او په انلاین بڼه یې د غوښتنو د منلو پروسه پیل کړه.

ویل کېږي چې سعودي عرب په فوځ، هوایي فوځ، په روغتیایي او نورو برخو کې یې د نېولو غوښتنې ورکړي او ټولې غوښتنې یې باید په روغتیایي لحاظ برابرې وي او نور شرایط یې هم ایښي مثلاً ښځې باید د اوږدې مودې لپاره په پولیسو د خدمت وړ وي او عمرونه یې باید له ۲۱ څخه تر ۴۰ کلونو پورې او قد یې هم تر ۱۵۵ سانتي میترو او یاهم له دې پورته وي.

دغه راز د ښوونځې زده کړې هم اړینې دي او تذکره هم باید ولري، خو که چېرته یې له کوم بهرني سره واده کړی وي په فوځ کې د داخلېدو وړ نه بلل کېږي او نارینه ته یې باید له ۱۷ کلنۍ تر ۴۰ پورې عمر او ۱۶۰ سانتي میتره قد شرط ایښی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان د ۲ لوبو ترسره کولو وروسته د پاکستان سوپر لیګ پرېښود

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ …