راشد خان په پاکستان سوپر لیګ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ښې توپ اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم ترسره کړه او لاهور قلندرز ته يې لومړۍ بریا ورپه برخه کړه.
د پاکستان سوپر لیګ دویمه لوبه د لاهور قلندرز او پېښور زلمي ترمنځ ترسره شوه. په پیل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او پېښور زلمي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې روي بوپاره ۵۰، شعیب ملک او شیرفان رودرفورډ ۲۶-۲۶ منډې وکړې.
د لاهور قلندرز له لوري شاهین شاه اپریدي ۳ او سلمان مرزا ۲ ویکټې واخیستې. راشد خان هم ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۴ اورونو کې يې ۱۴ منډې ورکړې.
د ۱۴۱ منډو هدف د لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۸.۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره کړ او لومړۍ بریا يې خپله کړه.
د دوی له لوري محمد حفیظ ۳۳ ناسوځېدلې او راشد خان ۲۷ چټکې ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پېښور زلمي له لوري وهاب ریاض او ثاقب محمود ۲-۲ او مجیب الرحمان هم ۱ ویکټ واخیسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهین شاه اپريدي ته ورکړل شوه.