کورپاڼه / روغتيا / په غاړه یا ستوني کې موجودې وازدې د زړه له ناروغیو سره اړیکې لري

په غاړه یا ستوني کې موجودې وازدې د زړه له ناروغیو سره اړیکې لري

د هسپانیې د غرناطې (ګریناډا) پوهنتون ساینسپوهانو ویلي، که چېرته د یو صحت مند شخص د غاړې پر شاوخوا وازده راټوله شي نو د زړه له ناروغیو سره اړیکه لرلی شي یاهم د زړه د ناروغیو نښې نښانې ورته ویلی شو.

د پوهنتون څېړنې وایې چې په څرګند ډول د صحت مندو بالغو کسانو په غاړه کې په زیاته اندازه غوړ د داخلي سوخت سبب ګرځي، چې په همدې ډول یې د زړه د ناروغیو د یوې پیمانې په ډول استعمالوي.

د طب په ژبه زموږ په بدن کې یو ډول ځانګړي نسجونه د وسکیرل ایډیپوز په نوم شتون لري او دا د زړه په کیفیاتو کې د خرابۍ سبب ګرځي، دغه راز د بدن د داخلي سوخت سره هم اړیکې وي، خو اوس عام ډول وازده هم په روغتیایي لحاظ کتل کېږي.

د غرناطې پوهنتون ډاکټر ماریا هوزی او ملګری یې وایې چې په غاړه کې لږه اندازه راټوله شوې وازده هم د زړه له ناروغیو سره اړیکه لري، که څه هم دغه څېړنه د سرطان په اړه ترسره کېده، خو ډاکتر ماریا بیا په ځانګړي توګه د یوې نوې زاویې څخه د زړه د ناروغیو په حوالې سره کتلي دي.

په دې برخه کې یو بل څېړونکی ډاکتر جوناتن رویز بیا د کمپیوترټوموګرافۍ په وسیله د ځینو کسانو په غاړو یا مرۍ څېړنې او د زړه د ناروغیو اړوند اړیکې یې موندلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

څېړنه: هغه کسان چې مورزادي ډېر وزن لري، د شکر په ناروغۍ اخته کېدلی شي

د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې که چېرته یو ماشوم د پیدایښت پرمهال …