کورپاڼه / بېلا بېل / مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي؟

مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي؟

د ساینسپوهانو لخوا په دوامداره توګه ددې هڅه کېږي، ترڅو دوی پوه شي چې مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي، دا چې مرګ ته نږدې کېدونکې اشخاص ډېری وخت څه ویني او څه شی احساسوي، دې پوښتنو ته مطلق ځواب ورکول خو ممکن نه دي، خو بیاهم هڅه کېږي ترڅو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي، چې په دې اړه څه موده وړاندې د بلجیم د لاییګي پوهنتون لخوا څېړنې ترسره شوې او له مخې یې وویل شول چې مرګ ته نږدې اشخاص له څلور ډوله حالاتو سره مخ کېږي.

د آرام احساس:

هغه کسان چې مرګ ته نږدې وي دا تمه ترې نه شي کیدی چې دوی به آرامه وي، خو د څېړنې له مخې اتیا سلنو کسانو دا ډول احساس کاوه.

ډېره زیاته روښنایي:

په دې اړه له مخکې هم ډېر څه لاسته راغلي، خو اوسمهال له څېړنو ثابته شوې هغه کسان چې مرګ ته نږدې وي په خپل شاوخوا کې د ډېرې روښنایۍ احساس کوي، ځینې دا ډول احساس د اکسیجن کمښت ګڼي او ځینې یې بیا دماغي فعالیتونه ښیي.

د مړو شوو کسانو لېدل:

د څېړنو له مخې ویل کېږي چې ۶۴ سلنه کسان مرګ ته نږدې وختونو کې روحونه ویني.

له بدن څخه د وتلو تجربه:

له بدن حخه د روح بهر وتل او د نړۍ د لېدلو سبب که هر څه وي خو له څېړنو ثابته شوې چې ۳۶ سلنه کسان له دا ډول تجربو سره مخ وي او دا د ژوند وروستیو تجربې وي.

نورې تجربې:

له څلورو عامو تجربو څخه اخوا ځینې کسان نور احساسات هم تجربه کوي، د مثال په توګه یو داسې ځای ته تلل چې بېرته راګرځېدل ورنه ناشوني وي، دغه راز ژوند د لاسه ورکولو تجربې او داسې نور تجربې هم کوي. یاده دې وي چې وړاندې مې هم یادونه وکړه چې په دې اړه پوهېدل ناشوني دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ ترټولو ګرمه سیمه یا د لوط دښته (دشت لوط)

دغه سیمه چې د لوط د دښتې یا دشت لوط په نوم سره یادېږي، په …