کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ هغه اداکاران یا هنرمندان چې په رواني یا ذهني ناروغیو اخته شوي ول

د بالیووډ هغه اداکاران یا هنرمندان چې په رواني یا ذهني ناروغیو اخته شوي ول

ګڼ شمېر کسان دا فکر کوي چې فلمي لوبغاړي یا اداکاران یا هنرمندان د مثالي ژوند لرونکي، له هر غم او درد څخه لېرې ژوند لري، خو داسې نه ده په فلمي نړۍ کې هم داسې اشخاص شتون لري، چې په ژوند کې له ستونزمنو حالاتو سره مخ کېږي او رواني ناروغۍ تجربه کوي، راځئ وګورو چې د بالیووډ کومو شخصیتونو رواني ناروغۍ تجربه کړي.

دپیکا پاډوکون:

د بالیووډ مشهوره اداکاره دپیکا پاډوکون څه موده وړاندې تر ډېره وخته پورې په ژور خپګان اخته وه، خو بیا یې د رواني ناروغۍ پر وړاندې د بریالیتوب اعتراف وکړ. نوموړې له رسنیو سره د بې هوښۍ او د بې سببه ژړا په اړه خبرې کړې وې او د ژور خپګان د ناروغانو لپاره یې یو مرکز هم پرانیستی و.

شاهرو خان:

د بالیووډ بادشاه شاهرو خان هم د یو فلم د ثبت پرمهال د زخمي کېدو په سبب په ژور خپګان اخته شوی و، چې شاهرو خان خپله هم ویلي ول چې دی د زخم او تکلیف په سبب په ژور خپګان اخته شوی و، چې بیا ډېر ژر ښه شو.

هني سنګ:

د بالیووډ سندرغاړي یویو هني سنګ هم په تېر کې رواني ناروغي تجربه کړې، هني سنګ وایي چې دی په ژور خپګان اخته شوی او له داسې احساسات سره مخ و، چې کنټرولولی یې نه شول، خو بیا یې هم د خپلو مینوالو لپاره د ژور خپګان پر وړاندې مقابله وکړه او بریالی هم شو.

منیشا کویراله:

د بالیووډ پخوانۍ اداکارې منیشا کویراله د خپل پخواني خاوند او د خرابو اړیکو په سبب په ژور خپګان د اخته کېدو اعتراف کړی، دغه راز نوموړې د سرطان د ناروغیو په وړاندې هم مقابله کړې.

پروین بوبي:

د بالیووډ ښکلې اداکاره پروین بوبي په پیرانوایډ شیزوفینیا او سخت ژور خپګان اخته شوې وه او همدغه ناروغي یې د دردوونکې مرګ سبب هم وګرځېده. ویل کېږي چې پروین بوبي په ۲۰۰۵ کال د جنورۍ په شلمه نیټه مړه شوې وه، چې د مرګ پر وخت یواځې وه او تر دریو ورځو پورې یې مړی په کور کې پروت و.

Loading...

دا هم ولولئ

جیکي شرف: مرګ ته نږدې یم؛ نیم په قبر کې یم

د بالیووډ مشهور او نوموتي ادکار یا هنرمند جیکي شرف د حیواناتو د ساتنې ادارې …