کورپاڼه / اسلام / که چېرته په رزق کې پراخوالی غواړئ، نو له تدابیرو ترڅنګ دا وظیفه هم وکړئ!

که چېرته په رزق کې پراخوالی غواړئ، نو له تدابیرو ترڅنګ دا وظیفه هم وکړئ!

نن سبا قیمتۍ او د شیانو لوړې بیې د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هغه کسان چې شتمن دی هم له ذکر شوي حالت څخه په تنګ راغلي، خو که چېرته غواړئ چې په رزق کې مو پراخوالی راشي نو لومړی رزق ته په سپکه سترګه مه ګورئ.

که چېرته کوم خوراکي یا د څښاک توکی درنه ولوید، را پورته یې کړئ که د خوراک په حالت کې نه یئ نو په لوړ ځای یې کېږدئ ترڅو کوم حیوان یې وخوري او له کور څخه دباندې په لارو کې هم له احتیاط څخه کار واخلئ، تل پخپل خوراک کې نور شریک کړئ، که چېرته د خویندو یا لورګانو کور ته لاړئ هیڅکله ترې وږي مه ځئ، څه ناڅه خوراک وکړئ یاهم خپل کور ته یې را وغواړئ.

سربېره پردې د رزق د پراخوالي لپاره هره ورځ د ماسخوتن له لمانځه وروسته درې ځلې د کوثر سورت ولولئ، په اول او آخر کې یوولس ـ یوولس ځله درود شریف ووایئ او دا وظیفه هر ورځ عادت وګرځوئ، نو که چېرته د الله تعالی خوښه وه نو هیڅکله به مو په رزق کې کمښت رامنځته نه شي.

یقیناً الله تعالی رزق ورکوونکی دی او ترټولو غوره رزق ورکوونکی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

حوض کوثر به څه ډول وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کومې ځانګړتیاوې بیان کړي؟

هر مسلمان بنده به د محشر په ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم …