کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې چې خپلې پخواني عاشق ته یې د خنزیر سر لېږلی و، په بدل کې سزا ولېده

یوې میرمنې چې خپلې پخواني عاشق ته یې د خنزیر سر لېږلی و، په بدل کې سزا ولېده

په انګلیستان کې یوې میرمنې چې خپل پخواني عاشق ته یې خواړه او د خنزیر سر لېږلی و، قیمتي ورته ورته تمام شول او د پنځلس میاشتو په بند باندې محکومه شوه.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د درې دیرش کلنې ټیا میک بین په نوم میرمنې او د پنځه دیرش کلن اوریلټن رابنسن سره له ډېره وخته ملګرتیا او مینه وه، چې بیا په ۲۰۱۸ کال کې اوریلټن دغه اړیکه ختمه کړه، خو ټیا بیاهم له اوریلټن څخه لاس نه اخیست او ځوراوه یې.

ټیا به په ورځني ډول اوریلټن ته له سلو څخه ډېر زنګونه وهل او بېلابېل خواړه لکه برګز، پیزا او نور به یې کور ته ور لېږل او هره ورځ به ور پسې وه او په بېلابېلو بڼو به یې اخطارونه ورکول.

چې په همدې سلسله کې نوموړې د اوریلټن کور ته د خنزیر پرې کړی سر ولېږه او اوریلټن په دې کار سره په غوسه شو او پولیسو ته عارض شو، پولیسو ټیا ونېوله او د وولوک کراون محکمې ته یې وړاندې کړه، چې بیا د محکمې له لوري ورته د پنځلس میاشتو د بند سزا واورول شوه او زندان ته ولېږل شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …