د ګردو د درد ترټولو عام سببونه د متیازو په نلونو کې میکروب، د ګردو سوخت او په ګردږ کې له تیږو څخه عبارت دي، خو د ګردو دردونو ډېر نور سببونه هم لري او کله چې د ګردو له ناروغیو سره مخ شو نو د بدن تودوخه مو ډېرېږي، د متیازو د کولو پر وخت درد یا سوخت سره مخ کېږو، زړه بدوالی او نورې نښې نښانې هم لري.
کله چې د ګردو د درد سببونه کتلی کېږي، نو د ژوند لارې چارې او طرز طریقې یې کتل کېږي، معاینات یې کېږي، چې د وینې او تشو متیازو ټیسټونه پکې شامل دي او د خېټې او ملا التراساونډ هم ترسره کېږي.
سببونه:
په ناحاپي ډول د ګردو د درد ډېر سببونه وي، چې ترټولو څرګند یې دا دي:
- د تیږو په سبب د رګونو ستونزئ، چې د ګردو څخه ښکته او د ملا د تیر ترمنځ سخت درد رامنځته کوي.
-
د تشو متیازو په نلونو د میکروب رامنځته کېدل.
-
د ګردو دننه د وینې راټولېدل
-
رګونه تنګېدل
-
رګونه زخمي کېدل
-
د ګردو سرطان
د ناڅاپي درد درملنه به څنګه کوو؟
د ګردو د درد درملنه د هغې په بنسټیزې وجې پورې اړه لري، ډاکتر د میکروب د نښو لپاره د تشو متیازو د ټیسټ لارښوونه کوي او د التراساونډ په وسیله هم معاینات کوي، چې د ناروغۍ د سبب په موندلو کې مرسته کوي او کله چې د درد سبب وموندل شو نو بیا ډاکتر د مناسبې درملنې لپاره لارښوونه هم کوي. که چېرته د درد سبب میکروب وي انټې بیوټیک ورکوي، د ځینو کسانو په ګردو کې تیږي پخپله ښې کېږي او درد یې ښه والی مومي، خو د ځینو بیا عملیاتو ته اړتیا پېښېږي، نو که چېرته غواړئ چې د ګردو له زخم، تیږو او نورو ستونزو وژغورل شئ؛ په ډېره اندازه اوبه وڅښئ او اوبه لرونکي توکي استعمال کړئ.