کورپاڼه / اسلام / نبي کریم صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د قبر له غذاب څخه د ژغورلو څه ډول طریقه ښودلې؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د قبر له غذاب څخه د ژغورلو څه ډول طریقه ښودلې؟

په احادیثو مبارکو راغلی چې قبر د جنت له باغچو څخه یوه باغچه ده یاهم د دوزخ له کندو څخه یوه کنده ده، یعنې کومه سزا او جزا چې انسان د خپلو عملونو په بدل کې ورکول کېږي له قبر څخه پیل مومي.

په احادیثو مسلمانانو ته لارښوونه چې د قبر له غذاب څخه دې پناه وغواړي او د ژغورلو لارې چارې هم ور پکې بیان شوي، یو حدیث شریف له حصرت انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډېر وخت دعا کوله او فرمایل به یې، ای الله! زه له ناتوانۍ او بې وسۍ څخه ستا پناه غواړم، زه له ضعیف والي او زړښت څخه ستا پناه غواړم او زه له قبر څخه ستا پناه غواړم. (صحیح البخاری کتاب75حدیث 378)

رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډېری وخت صحابه کرمو ته د قبر له عذاب څخه د ژغورلو لپاره د الملک د سورت د تلاوت لارښوونه کوله، حضرت ابن انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې په صحابه کرامو کې یو صحابي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د قبر له عذاب څخه د ژغورل کېدو طریقه وپوښتله، نو حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې د الملک سورت تلاوت کړه، دا سورت دې د قبر له عذاب څخه ژغوري. (الترمذی، والیم 5، کتاب 42، حدیث 2890)

د یو بل حدیث له مخې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قبر له عذابه د ژغورلو لپاره د التکاثر د تلاوت لارښوونه هم کړې، چې په دې اړه د حصرت علي رضي الله عنه قول هم دی، هر څوک چې هره جمعې ورځ د النساء سورت تلاوت کړي، د قبر له عذابه به وژغورل شي.

نو هڅه وکړئ چې د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم په لارښوونو عمل وکړئ او د قبر له عذابه خلاصون ترلاسه کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د حضرت عیسی علیه السلام او د یاجوج ماجوج ترمنځ جنګ او له ده وروسته د مسلمانانو خلیفه

څو ورځې وړاندې مو د عیسي علیه السلام د راښکته کېدو په اړه ولوستل او …