کورپاڼه / اسلام / د یو چا په زړه کې د ځای جوړولو اوه لارې چارې

د یو چا په زړه کې د ځای جوړولو اوه لارې چارې

له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، تاسې خپل ځان له بدګمانۍ څخه وساتئ، ځکه چې بدګماني ترټولو لوی دروغ دي او مه د چا په راز د پوهېدو هڅه کوئ، مه د چا په لټه اوسئ، مه د قیمت د لوړولو لپاره بولي ورکوئ، مه له یو بل سره کینه او حسد کوئ، مه له یو بل سره اړیکې پرې کوئ، تاسې ټول سره ورونه شئ او د الله تعالی بنده ګان شئ. (بخاری و مسلم)

په دې نبوي لارښوونه کې له اوو داسې خبرو منعه راغلې چې ټولنیز ژوند خرابوي او په زړونو کې د یوځای والی پرځای درز پیدا کوي، که چېرته ددې اوو بدیو څخه ځان وژغورو، نو باوري یم چې زموږ ټولنیز ژوند به د مینې، محبت او ورورګلوۍ یوه نمونه وګرځي او ترمنځ به مو د زړه مینه لا ډېره شي.

په حدیث شریف لومړنی خبره چې ترې منع راغلې هغه بدګماني ده، هغه کسان چې د نورو لپاره پخپل ذهن خراب فکرونه لري، نو هیڅکله به د آرام احساس ونه کړي، بلکې نفرت به یې په زړونو کې ځای ونیسي. دویمه خبره چې ترې منعه راغلې وه د یو چا د راز لټون و یا د چا لټه وه، په ټولنه کې ځینې خلک داسې عادت لري چې د نورو د عیبونو لټه کوي خو خپل عیبونه ورته نه ښکاري، خپل ځان نه شي اصلاح کوي خو په نورو یې بیا نظر وي، هر څوک چې دا کار کوي، نو دا باید په یاد ولري چې څوک د نورو د عیبونو په لټه کې وي، الله تعالی به د هغه عیبونه ولټوي.

دریمه خبره دا وه چې د چا جاسوسي مه کوئ، جاسوسي کول او لټه کول سره توپیر لري، په لټه کې د یو چا عیبونه لټول کېږي او په جاسوسۍ کې بیا ټول ژوند څارل کېږي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا کار ډېر بد ګاڼه. څلورمه خبره چې منعه یې راوړې هغه د قیمت لوړولو لپاره بولي ورکول، ځکه چې دا یوه دوکه ده او دوکه له یو مسلمان سره ښه نه ښکاري بلکې مسلمان باید خیر خواه وي.

پنځمه د حسد څخه منعه وه، کله چې یو څوک د یو چا نعمتونه وګوري، هنر یا مال دولت یې وګوري او زړه یې وغواړي چې دا هر څه ترې واخلي دې ته حسد وایي، دا ډول انسان اخلاقي ناروغ وي چې بیا په همدې وجه یې ذهني او بدني وړتیاوې فلج کېږي او نیکۍ له منځه وړي. شپږم بیا کینه ده، کینه یو چاته نفرت او دښمني زړه کې ساتلو ته وایي چې زړه سوځوي او ټولنیز ژوند خرابوي. اووم خبره د اړیکو پرې کول دي، ټولنیز ژوند د انسان پر ژوند ژور اغېزې لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، که غواړئ چې رزق مو پراخه شي نو اړیکې مه پرې کوئ، سره ورونه شئ او د الله تعالی بنده ګان وګرځئ.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …