کورپاڼه / بېلا بېل / په خاورینو لوښو کې د خوراکي توکو د پخولو حیرانوونکې ګټې

په خاورینو لوښو کې د خوراکي توکو د پخولو حیرانوونکې ګټې

په خاورینو لوښو کې د خوراکي توکو پخول یو ډېر لرغونی دود دی، یعنې لومړنیو انسانانو به پخپلو لاسونو سره له خاورو لوښې جوړول او بیابه یې خوراکي توکي ور پکې پخول او له هماغه وخته تر اوسه پورې د همدې موخې لپاره استعمالېږي، نو راځئ چې وګورو په خاورینو لوښو کې د خوراکي توکو پخول ګټور وي او که څنګه.

  • په خاورینو لوښو کې الکالاین شتون لري، چې بیا همدغه الکالاین تېزابیت ختموي، د هضم په مرحله کې آسانتیا رامنځته کوي، دغه راز ځینې قیمتي منرالونه لکه میګنیزیم، کلسیم، اوسپنه، فاسفورس او سلفر د خوړو په برخه کوي او زموږ روغتیا ګټور تمامېږي.

  • غوړي او تېل کم مصرفوي، په خاورینو لوښو کې د خوراکي توکو پخول یوه ګټه دا هم لري چې په لږه تودوخه سره پخېږي، غوړ کم مصرفوي او خواړه نمجن ساتي.

  • خاورین لوښي ارزانه وي، که له یوه خوا فلزي، ښېښه یي او نور توکي خواړه زیانمنوي، له بلې خوا لوړه بیه هم لري، خو که چېرته د خاورو لوښې استعمال کړو هم به ګټور وي او ارزان بیه.

  • د خوړو ویټامینونه نه ضایع کوي، د خاورینو لوښو یوه ځانګړتیا دا هم وي چې واړه واړه سوري لري چې د همدې سوریو په وسیله خواړه نمجن ساتل کېږي، په خاورینو لوښو کې تودوخه یا سون توکي کم استعمالېږي او خواړه ورو ورو پخوي، چې بیا په همدې علت غذایي توکي او ویټامینونه یې نه ضایع کېږي.

  • د خاورو کوم ډول لوښي باید استعمال نه کړو، هغه خاورین لوښي چې په مختلفو کیمیاوي موادو سره ډیزاین شوي وي، خوراکي توکي ور پکې پخول زیانمن وي، ځکه چې په دې ډول سره د لوښو سوري بندېږي، هوا نه ور دننه کېږي او له خوړو سره کیمیاوي مواد ګډېږي.

یاده دې وي چې د هر یو شي ګټورتوب او زیانمن توب د هغه شي په استعمال پورې اړه لري.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …