کورپاڼه / جالب / د لانځکې د څښتن په لټه کې د نیوزیلینډ لومړنۍ وزیرې زړونه وګټل

د لانځکې د څښتن په لټه کې د نیوزیلینډ لومړنۍ وزیرې زړونه وګټل

د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جکینډا ارډرن یو شخص سره د مرستې لپاره د یوې جالبې طریقې په غوره کول د خلکو زړونه وګټل.

د نړیوالې رسنۍ د راپور له مخې ویل کېږي، چې جیکنډا آرډرن په ټولنیزه رسنۍ پوسټ کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې په هوایي ډګر یې د موندونکې لانځکې د څښتن په لټون کې ورسره مرسته وکړي.

جیکنډا لیکلي، دی غواړي چې د لانځکې څښتن ته ورسېږي او ددې لپاره د خلکو مرستې ته اړتیا لري.

راپورونه وایي چې دا لانځکه یې په هیملټن هوایي ډګر کارکوونکو موندلې او لومړۍ وزیرې ته یې سپارلې، چې بیا یې د تېرې پنجشنبې په ورځ د لانځکې سره سیلفي عکس پر فیسبوک خپور کړی.

جیکنډا لیکلي، نن ورځ سهار هیملټن هوایي ډګر ته لاړم نو کارکوونکو راباندې مهرباني وکړه چې کوټه یې استعمال کړم، کله چې لاړم نو یو کارکوونکې راته لانځکه راکړه او و یې ویل چې دا د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه موندلې او د څښتن په لټه کې یې دي.

جیکنډا مخکې لیکلي، چې زما په فکر دا یو وړوکی شی، خو د څښتن لپاره به یې قیمتي وي، تاسې له ماسره مرسته وکړئ، ترڅو دا لانځکه تر څښتن پورې ورسوو.

د جیکنډا له پوسټ څلرویشت ساعته وروسته د هوایي ډګر کارکوونکو وویل چې لانځکه یې تر څښتن پورې رسولې، د هوایي ډګر ویاند وایي، چې موږ د لانځکې کورنۍ لټوله، چې د یو وړوکي ماشوم چې بویین نومېد د هغه وه او نوم یې ورته (نونو) ایښی و.

دا هم ولولئ

هغه ماهي چې په تخنولو سره د انسان په څېر خاندي+ویډیو

تاسې به په ټولنیزو رسنیو یاهم یوټیوب کې د سمندري حیواناتو اړوند ډېرې ویډیوګانې لیدلي …