کورپاڼه / جالب / د انسان د زړه په اړه د طب د نړۍ لوی انقلاب

د انسان د زړه په اړه د طب د نړۍ لوی انقلاب

د انګلیستان ډاکترانو د زړه په اړه د طب په نړۍ کې انقلاب رامنځته کړ، د راپورونو له مخې ویل کېږي چې انګلیستاني ډاکترانو د OCS ماشین په وسیله د انسان په بدن کې ژوندی زړه په بریالیتوب سره ولګوو.

ویل کېږي چې دغه کارنامه د انګلیستان د ملي روغتیا د خدمتونو ادارې (NHS) ډاکترانو ترسره کړې او د یو ځانګړي ماشین په وسیله یې د انسان مړ شوی زړه را ژوندی کړی او د یو ماشوم په بدن کې یې لګولی دی.

روغتیایې کاپوهان وایي، هغه کسان دماغ یا مازغه یې کار پرېږدي، نو بیا یې زړه د بدلون لپاره استعمالېږي، ځکه چې دا تر هغه وخته پورې درزېږي. دوی وایي چې په دې بریالۍ تجربې سره به د طب په نړۍ کې انقلاب رامنځته کړي او دا پخپل ډول کې لومړنۍ تجربه ده.

د راپور له مخې ویل کېږي، چې د مرسته کوونکو لخوا ور کړل شوی زړه په ماشین کې ږدي، ترڅو ژوندی پاتې شي او هماغه ډول کار وکړی لکه څنګه چې یې د انسان په بدن کې کوي.

تمه کېږي چې له دې بریالۍ تجربې وروسته به د زړه ورکوونکو شمېر ډېر شي او په دې ډول به د ډېرو کسانو ژوند وژغوری شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ ترټولو غټ مخې یا د غټو غمبورو لرونکي موډله څوک ده؟

د نړۍ د ترټولو غټ مخې یا د غټو غمبورو لرونکې موډلې انستاسیا، چې دوه …