کورپاڼه / هنر او کلتور / اندرټیکر د راک په دې خبره غبرګون ښودلی، چې نوموړی غواړي د امریکا ولسمشر شي

اندرټیکر د راک په دې خبره غبرګون ښودلی، چې نوموړی غواړي د امریکا ولسمشر شي

د هالیووډ اداکار او ریسلر ډوین جانسن چې په راک سره هم مشهور دی، څو ورځې دمخه یې د امریکا له ولسمشرۍ سره علاقه څرګنده کړې وه، چې اوس یې په اړه تقاعد شوی نامتو ریسلر اندرټیکر ویلي، چې ډوین جانسن د امریکا وګړي یوځای کولی شي، خو که چېرته هغه رښتیا هم دې ډګر ته ښکته شي، نو دا به وي پر پرېکړه د حیرانۍ څرګندونه ونه کړي.

اندرټیکر د خبرو پرمهال وایي، چې ډوین جانسن د په زړه پوري شخصیت لرونکی دی، هر کار چې کوي له زړه یې کوي، جذبه هم لري او دی داسې احساس کوي چې نوموړی به هغه وګړي سره متحد کړي، چې لټه یې کوي.

اندرټیکر زیاتوي، چې دی په دې اړه نه پوهېږي، ډېر څه شوني دي خو که چېرته ډوین جانسن د امریکا د ولسمشرۍ په اړه پرېکړه وکړي، نو دا به یې ملاټر وکړي.

نوموړی وایي، چې خلک اوس هم ډوین جانسن ته راک وایي.

یاده دې څو اوونۍ دمخه مشهور ریسلر او د هالیووډ ستوری ډوین جانسن (راک) په راتلوونکې کې د امریکا له ولسمشرۍ سره د علاقې د لرلو څرګندونه کړې، خو دا پرېکړه یې د خلکو له غوښتنو سره تړلې هم ګڼلې ده.

ډوین جانسن ویلي ول، چې پرېکړه د خلکو د پرېکړو پر اساس سره کوي، یعنې خلکو پورې به اړه ولري، نوموړی به په تمه وي او اوري به.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفيه کېف

صوفيه کېف: سپى انسان ته بې شرطه مينه ورزده کوي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد …