کورپاڼه / روغتيا / آیا سپین اوړه د روغتیا لپاره ګټور وي؟

آیا سپین اوړه د روغتیا لپاره ګټور وي؟

که څه هم سپینه ډوډۍ او خوندورې پراټې د هر چا د خوښې وړ وي، خو باید ووایو چې سپین اوړه یا تر میده د انسان د روغتیا لپاره زیانمنه ګڼل کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې سپین اوړه د معدې لپاره د سپینو سریښتو په ډول وي، دغه راز سپین اوړه له څو مرحلو څخه تېرېږي او د ترمیدې شکل غوره کوي او په دې مرحلو کې له غنمو څخه ړ انسان د روغتیا لپاره غوره توکي لکه سوجي او نشایسته لاسته راځي او له هغې وروسته د ترمیده شکل غوره کوي، چې استعمال یې د انسان د روغتیا لپاره زیانمن وي.

سپین اوړه په ورځني ډول په ډوډۍ، پراټو، ډبل روټیو، برګر، پیزا، پاستو او مکروني کې استعمالېږي، چې له استعمال وروسته د کلیسټرولو کچه پورته کوي، چې بیا د قبض، د ځیګر فعالیتونه، چاغښت، بدهصمي او د هضم مرحله اغېزمنوي او له ستونزو سره مو مخ کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي هغه اوړه چې له ژرندو لاسته راځي، د روغتیا لپاره ګټور وي، چې د هضم مرحله ښه کوي او پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې کوي او نور ویټامینونه منرالونه هم په ښه ډول سره هضموي.

د سپینو اوړو منفي اغېزې:

سپین اوړه تېزابي ځانګړتیاوې لري، چې په استعمال سره د معدې تېزابیت ډېرېږي او د هضم ځنډېدل یې پر معدې او کولمو منفي اغېزې پرېباسي. روغتیایي کارپوهان وایي هغه خوراکي توکي چې تېزابیت لري له هډوکو څخه کلسیم خارجوي او د عمر په ډېرېدو سره د بندونو درد رامنځته کوي، دغه راز سپین اوړه د فایبرو په نه شتون سره د قبض، سر دردۍ او د ژور خپګان سبب ګرځي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …