تېره اوونۍ د ایکوادور د یو ورزشي چینل خبریال یا ژورنالیست د ژوندۍ خپرونې پرمهال د کامرې ترمخ د غلو لخوا لوټ شو یا ور څخه غلا وشوه.
د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د فبرورۍ په دولسمه نیټه د ایکوادور د (ډایریکټ ټي وي سپورټس) خبریال یا ژورنالیست ډیګو اډینولا د لوبې د ژوندي بهیر پرمهال له یو لوبغالي څخه بهر ولاړ وي او مینوالو سره یې د لوبې په اړه خبرې کولي، چې ناڅاپه یو ځوان راښکاره کېږي، چې ماسک یې هم اچولی وي.
د سترګو په رپ کې له ژورنالیست او کامره مین څخه ځیرک موبایلونه اخلي او په منډه سیمه پرېږدي او تښتي، د لږ ځنډ وروسته کامره مین د غله پورې منډه کوي، خو هیڅ هم په لاس نه ورځي او غل د سترګو په رپ کې ورک شوي وي.
په ټولنیزو رسنیو د ویډیو د لاس په لاس کېدلو وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوښتنه کړې، چې دوی د ژوندۍ خپرونې پرمهال د کامرې ترمخ د کوربه او کامره مین د موبایل په غلا کېدو خپه شي او که د غل زړورتوب وستایي؟