کورپاڼه / جالب / ډېره په زړه پورې: په امریکا د کلیسا ترمخ له شکمن بیګ څخه څه شی ترلاسه شو؟

ډېره په زړه پورې: په امریکا د کلیسا ترمخ له شکمن بیګ څخه څه شی ترلاسه شو؟

د امریکا په اوهاییو ایالت کې له یوې کلیسا څخه د شکمن بیګ له ترلاسه کېدو وروسته کله چې ماین پاک کوونکو بیګ کوت، له حیرانۍ ګوته په غاښ پاتې شول.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اوهاییو په ایالت کې خلکو د یوې کلیستا پر شاوخوا کې یو بیګ ولوید، چې بیا یې سمدستي پولیسو ته خبر ورکړ، کله چې پولیس د پېښې ځای ته رسېږي، نو ټوله سیمه نیسي او له ځان سره امبولانس او د اور وژنې کارکوونکې هم بیایي.

پولیس وېره درلوده چې د بیګ دننه به ماین شتون ولري، چې ماین شنډونکې یا ماین پاکان یې هم ورته راغوښتي ول، ماین شنډونکو وروسته له احتیاطي تدابیرو د تور بیګ پر لور روان شول او کله یې چې بیګ پرانیست، نو له ډېرې حیرانۍ یې سر ونیو، ځکه چې په بیګ کې پیشو او بچیانو یې شتون درلود.

ماین شنډونکې وایې کله چې دوی شکمن بیګ ته ور نږدې شول او و یې خوځاوه نو د پیشو او بچیو آوازونه یې واورېدل او چې پرانیستو یې نو و یې لېدل چې یوه پیشو او شپږ بچیان یې پکې موجود ول.

په بیګ باندې لو لیک هم ځړول شوی او څښتن یې پرې لیکلي، چې پیشو (سپرینکل) شپږ بچیان وزېږول او دا وېره لري چې سم به یې ونه شي ساتلی، چې په همدې سبب یې په بیګ کې اچولي او دلته یې ایښی دی.

کلیسا ته نږدې یوې اوسېدونکې پیشو او بچیان یې کور ته وړي او اعلان یې کړي چې اوس به یې ساتنه دا کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …