کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم د دا ډول ناستې عادت لرئ، که یې لرئ نو سمدستي ترې ډډه وکړئ!

آیا تاسې هم د دا ډول ناستې عادت لرئ، که یې لرئ نو سمدستي ترې ډډه وکړئ!

آیا تاسې هم یو پښه په بله اړوئ او په دا ډول ناسته د آرام احساس کوئ؟ راپورونه وایي هغه کسان چې په کور، دفتر او نورو ځایونو کې د دا ډول ناستې عادت لري، دوی داسې فکر کوي چې په دې توګه به دوی آرامه وي، دې ډول ناستې ته په انګلیسي کې (sitting cross legs) هم ویل کېږي.

خو بله خوا بیا روغتیایي کارپوهان وایي چې یو پښه په بله اړول او کېناستل خطرناک وي او د ډېرو عصبي ناروغیو لامل ګرځي، راځئ وګورو چې څه ډول ناروغۍ رامنځته کوي.

د ورمېږ او ملا درد:

په دا ډول ناسته کې زموږ ورمېږ او ملا اغېزمنه کېږي او د درد سبب یې ګرځي، ځکه چې زموږ بدن هغه وخت ډېر برابر وي، کله چې مو پښې پر ځمکه وي، خو کله چې یو پښه په بلې واوړي نو د لګن خاصرې هغه هډوکی مو تاوېږي چې د ملا د تیر او ورمېږ ملاټر کوونکی دی، چې په ذکر شوو برخو فشار راځي.

د وینې فشار اغېزمنوي:

له یوې څېړنې ثابته شوې چې دا ډول ناسته د وینې فشار لوړوي، ویل کېږي کله چې موږ دا ډول کېنو نو په پښو کې مو وینه د ثقل د قوې د مخالفې کړنې په کولو بېرته زړه ته ګرځي، خو دا ډول کړنه ورته مزاحمت کوي، چې بیا د وینې دوران له ستونزې سره مخ کوي، که څه هم تاسې به سمدستي دا ډول احساس ونهکړئ خو که تر ډېره پورې په همدې ډول سره کینئ نو شاید د ستونزې احساس درته وشي.

د پښو رګونه جام کوي:

څېړنې وایي چې تر ډېره پورې د یوې پښې پر بلې پښې د اړولو په پایله کې د پښې د میږي میږي کېدو احساس کېږي، چې سبب یې د وینې په رګونو فشار راتلل ګڼل کېږي، نو هڅه وکړئ چې کله هم کینئ نو دواړه پښې مو باید پر ځمکه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …