کورپاڼه / روغتيا / له وخته وړاندې د ویښتانو د سپینېدو بشپړه حللاره یا درملنه

له وخته وړاندې د ویښتانو د سپینېدو بشپړه حللاره یا درملنه

ګڼ شمېر داسې کسان هم شتون لري چې له وخته وړاندې یې ویښته سپینېږي، چې بیا په همدې سبب له ذهني فشار سره مخ کېږي. د ویښتانو سپینوالی یوازې خوراک او څښاک پورې اړه نه لري، بلکې ځینې داسې ناروغۍ هم شتون لري، چې له وخته وړاندې د ویښتانو د سپینېدو سبب ګرځي.

ددې لپاره چې ویښتانو مو تور پاتې شي یا یې خپل طبیعي رنګ له منځه ولاړ نه شي، نو په بدن کې فولاد او د ویښتانو د پیاوړتیا لپاره کاپر، زنک، سلفر، آیوډین، کیراټین، میلانین او نورو معدني موادو ته اړتیا وي.

ډېر کسان بیا داسې وي چې د سپین ویښتانو د پټولو او مخنیوي لپاره مختلف رنګونه استعمالوي، خو نن ورځ مو درته یوه داسې طریقه برابره کړې، چې د ویښتانو د سپینېدو مخنیوی کوي.

اړین توکي:

  • یوه پیاله اوبه

  • د مرخاڼۍ پاڼې

  • یوه ټوټه الویرا

  • د ریحان یا کشمالي زړي

  • تور دانه

  • توره زیره

جوړول:

یوه پیاله اوبه به ګرمې کړئ او د مرخاڼۍ پاڼې به ور واچوئ، د الوویرا ټوټه، یو کاچوغه د ریحان تخم، توره زیره او توره دانه به ور واچوئ او تر هغې به یې وایشوئ چې نیمه پیاله اوبه پاتې شي، بیا یوه کاچوغه د شړشمو تېل ور واچوئ او بیا وایشوئ نو تېل به تیار شي.

دا تېل په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه ځلې پر ویښتانو ووهئ او ورو ورو سپینو ویښتانو ځان وژغورئ او درې میاشتې وروسته یې پایله ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

د زکام له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

کله چې هوا سړه شي او موسم بدل شي نو زیاتره خلک پر زکام، نزلې، …