کورپاڼه / روغتيا / له ډوډۍ خوړلو وروسته د ګوړې استعمال څه ګټه لري؟
ګوړه

له ډوډۍ خوړلو وروسته د ګوړې استعمال څه ګټه لري؟

له ډوډۍ وروسته ډېری خلک غواړی چې خواږه شیان وخوري، چې ځینې بیا په همدې موخه میټایي هم خوري خو په ډېره اندازه کسان له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي ګوړه خوري.

د ګوړې ګټه څه ده؟

ګوړه د پوتاشیم، اوسپنې، کلسیم او نورو منرالونو لرونکې ده، چې زموږ د بدن په ستونزو کې اغېزمنه تمامېږي. ګوړه د ګنیو د اوبو له ایشولو وروسته لاسته راځي چې د بورې یو غوره بدیل هم ګڼل کېږي او هغه کسان چې د شکر ناروغي لري، د خوږو شیانو د خوړلو غوښتنه د ګوړې له لارې پوره کولی شي، خو باید ووایم چې د لوړ فشار او لوړ شکر ناروغان باید ګوړه ونه خوري، خو پوښتنه داده چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د ګوړې خوراک ګټور وي؟

د ګوړې په خوړلو سره د بدهضمۍ ستونزه حلېږي او د پوتاشیم شتون یې د معدې تېزابیت نه ډېروي، دغه راز د وزن د کمولو لپاره هم ګټوره ګڼل کېږي نو د هر خوراک وروسته ګوړه وخورئ او وزن مو کم کړئ.

هغه ښځې چې امیندوارې وي نو ناڅاپه یې طبیعت خرابېږي، خو د ګوړې خوراک یې بیا دا ستونزه حلوي.

د سترګو د دید لپاره د ګوړې استعمال اسانه طریقه ده او له خوړلو وروسته د سترګو د پیاوړتیا سبب ګرځي او هغه کسان چې کسب او کار کوي ګوړه ورته ښه انرژي برابروي، نو یخ څښاک او انرژیانې پرېږدئ او ګوړه وکاروئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …