که څه هم هر چاته خپل مورنۍ او ملي ژبه ډېر زیات ارزښت لري، خو که چېرته په همدغې ژبې د هالیووډ په فلمونو کې څوک خبرې وکړي په ځانګړي توګه په یوه په زړه پورې صحنه کې، نو په غوږونو به مو باور را نه شي.
که له یوه خوا دا یو غیر عادي خبره ده، خو بله په ۲۰۱۸ کال د خپور شوي (میوټ) فلم په یوه په زړه پورې صحنې د ډیالوګ پرمهال د فلم مرکزي اداکاره نادره د فلم هیرو ته په پښتو ژبه ډېره په زړه اصطلاح کاروي.
Da Stargo Tora, the black of my eyes [Hollywood Movie Mute 2018] #Pashto in #Hollywood pic.twitter.com/X534XuQ5Eg
— Pukhtoogle (@Pukhtoogle) October 10, 2018
د فلم مرکزي اداکاره نادره پخپل ډیالوګ کې د پښتو ژبې اصطلاح وایي، یعنې د فلم هلک ته وایې چې د (سترګو توره) او دا اصطلاح په پښتو کې ډېر ښکلي ته استعمالوو.
“Da Stargo Tora”
“The black of my eyes, the thing that makes me feel beautiful.”
Here’s hoping you find someone who looks at you like Naadirah & Leo look at each other ❤️
MUTE showing now on @netflix #Mute #Valentinesday pic.twitter.com/JQCBeBKA5h
— ManMadeMovies (@ManMadeMovies) February 14, 2019
د فلم ذکر شوې صحنه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او هغه څوک چې په پښتتو پوهېږي، ډېره ستاینه یې کوي.