کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د غاښونو یو داسې ځیرک برش چې په دریو ثانیو کې غاښونه پاکوي

د غاښونو یو داسې ځیرک برش چې په دریو ثانیو کې غاښونه پاکوي

هسې خو ټول خلک د شپې له وېده کېدو دمخه او سهار له خوبه د راپورته کېدو پر وخت غاښونه پاکوي، خو ډېری وخت بیا ترې د شپې پاتې کېږي. د غاښونو د پاکولو پر وخت لومړی غاښونه وینځل کېږي، بیا کریم وهل کېږي او بیا برش کېږي، چې په دې ډول ډېر وخت ضایع کېږي، خو ساینسپوهانو دا ستونزه حل کړه او ځیرک برش یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ.

دا ځیرک برش Unico Smartbrush نومېږي او په دریو ثانیو کې مو غاښونه پاکوي. ویل کېږي چې دغه ځیرک برش په بنسټیزه توګه د خولې ساتونکی دی او د بریښنا په وسیله په خوله تاوېږي او د برش په هره یوه ریښه کې لږ لږ کریم پخپله راځي او بیا د غاښونو هر سطحه پاکوي.

د غاښونو دغه برش له وړو وړو سوریو (ماوت واش) هم شیندي، ترڅو دا خبره باوري کړي چې ستاسې خوله په بشپړ ډول پاکېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …