کورپاڼه / روغتيا / چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري
نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي او د ذکر شوو توکو شتون د هضم په مرحله کې مرستندویه تمامېږي، دغه راز یوه ګټه یې دا هم ده چې د لوږې احساس کموي او په بدن کې د اضافي کالورۍ د جوړېدو مخنیوی کوي او په دې ډول د چاغښت ستونزه حل مومي.

چولې ددې سربېره هم ډېرې ځانګړتیاوې لري، خو ترټولو مهمه ځانګړتیا یې د کالورۍ کمښت او هغه کسان چې په کمه اندازه کالوري لاسته راوړي، وزن یې کمښت مومي او پخپل اندازه یې ساتي.

دغه راز چولې د وینې د شکر اندازه برابره ساتي او په کمښت کې یې مرستندویه تمامېږي، ځکه چې په کمه اندازه ګلایسیمک انډیکس لري او ګلایسیمک انډیکس هغه پیمانه ده چې له خوراکي توکو وروسته په وینه کې د شکر اندازه اندازه کوي.

چولې له ډېرو معدني موادو لکه میګنیزیم او پوتاشیمو یوه لویه سرچینه ده، چې د زړه د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي او د وینې د فشار په کنټرول کې مرسته کوي او په همدې ډول د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.

دغه راز چولې د سیپونین په نوم یوه ماده هم لري، چې د ځینو سرطاني ناروغیو د ودې مخنیوی کوي

Loading...

دا هم ولولئ

بدني فعالیتونه او ورزش کول مو د شکر له ناروغۍ څخه ژغوري

د شکر ناروغي چې په خاموش ډول سره انسان له منځه وړي، څه ډول به …