کورپاڼه / هنر او کلتور / کپل شرما عکس اخیستونکو ته د عکس په اخیستلو کنځلې کړي
کپل شرما

کپل شرما عکس اخیستونکو ته د عکس په اخیستلو کنځلې کړي

هندوستاني اداکار کپل شرما عکس اخیستونکو ته د عکس په اخیستلو غوسه شوی او کنځل یې کړي.

د هندي کامیډي کوونکی کپل شرما یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، چې نوموړی په ویلچیر کې ناست دی او وړل کېږي، که څه هم په دې اړه تر اوسه پورې نه کپل شرما څه ویلي او نه یې هم د ملګرو لخوا په اړه څه ویل شوي دي، خو په هندي رسنیو کې ځینې آوازې پورته کېږي چې نوموړي خپل ځان پخپله زخمی کړی، خو دا چې دا هر څه څنګه وشول، په اړه یې تر اوسه پورې هیڅ معلومات نشته.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Manav Manglani (@manav.manglani)

که څه هم د کپل شرما دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو ترمنځ تشویش رامنځته کړی، خو بله خوا له هوایي ډګر څخه د بېرته راتګ پرمهال یې عکس اخیستونکو د عکس اخیستلو هڅې کولې.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویډیو له مخې لېدل کېږي، چې کپل شرما په ویلچیر کې ناست دی او یو کس یې بیایي او په دې وخت کې یې عکس اخیستونکي د عکس اخیستلو او ويډیو کولو هڅه کوي، چې کپل شرما ورته غوسه کېږي او کنځلې کوي، خو عکس اخیستونکي بیا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې کپل شرما ته ماته کنځلې وکړې، خو زه ستا د ښې روغتیا لپاره دعا کوم.

Loading...

دا هم ولولئ

کترينه کېف او سلمان خان

د سلمان خان او کترينه کېف فلم (ټايګر ٣) ثبت راتلونکې مياشت پيلېږي

د باليووډ فلمونو مشهور هنرمندان سلمان خان، کترينه کېف او عمران هاشمي د خپل راتلونکي …