کورپاڼه / روغتيا / نوې څېړنه: له سرطاني ناروغیو څنګه ځان وژغورو؟
ورزش

نوې څېړنه: له سرطاني ناروغیو څنګه ځان وژغورو؟

نړۍ ته د کورونا د وایروس د راتګ یو کال تېر شوی، چې تر اوسه پورې یې لکونه انسانان اغېزمن کړي او د ذکر شوې ناروغۍ په سبب کرنتین هم د ژوند طرز طریقې او عادتونه له تاثیر لاندې راوستل، چې په همدې وجه ډېری کسان په کور کې پاتې شول او د چاغښت له ستونزو سره هم لاس او ګریوان که څه هم د چاغښت یو لامل سره کړي او غوړ توکي ګڼل کېږي، خو د ژوند کمزورې طرز طریقه هم د چاغښت سبب ګرځي.

په اړه روغتیایي څېړونکو یوې څېړنه ترسره کړې او له مخې یې ویلي، چې د چاغښت په سبب د بدن نسجونه زیانمن کېږي، چې بیا د سرطاني ناروغیو سبب ګرځي او ورو ورو مو مرګ ته ور نږدې کوي.

د ایډنبرګ پوهنتون استاد ډاکتر بوایلډ وایي، چې د سرطاني ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره باید مناسب او غوره خوراک وکړو او ورزش کول خپل عادت وګرځوو.

چاغښت پخپله د ځینو سرطاني ناروغیو اساس ګڼل کېږي او سګریټ څکول یې بیا د خورېدلو دویم لوی لامل کېږي، نو باید هڅه وشي چې د یو ښه او غوره ژوند د تېرولو او له بېلابېلو خطرناکو ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره سګریټ څکول او نور ناوړه عادتونه پرېږدو او پرځای یې هغه عادتونه خپل کړو چې هم راته زیانمن نه وي او هم مو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګوړه

له ډوډۍ خوړلو وروسته د ګوړې استعمال څه ګټه لري؟

له ډوډۍ وروسته ډېری خلک غواړی چې خواږه شیان وخوري، چې ځینې بیا په همدې …