کورپاڼه / ليکنې / د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي
ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول عادتونو نوملړ د ارواپوهانو لخوا خپور شوی، د ټایمز اف انډیا د لیکنې له مخې لومړنی عادت چې ښځې ترې ډېر بد وړي هغه دروغ ویل دي، ارواپوهان وایي که چېرته نارینه لږ غوندې بې ضرره دروغ هم ووایي ښځې یې نه خوښوي او ځان ترې لېرې ساتي، یعنې ښځې له دروغجن نارینه سره اړیکې نه ساتي.

دویم عادت په لومړنیو لېدنو کې د مینې اظهار کول، ارواپوهان وایي چې ښځې هغه نارینه نه خوښوي چې په لومړني یا دویمه لېدنه کې د مینې اظهار کوي، بلکې ښځې غواړي چې د یو بل د پېژندلو لپاره دې وخت ورکړل شي.

دریم عادت ډېر خبرې کول او کم اورېدل دي، یعنې ښځې هغه نارینه ډېر خوښوي چې د خبرو کولو پرځای د دوی خبرو ته غوږ شي، دغه راز ښځې هغه نارینه هم نه خوښوي چې هڅه کوي ترڅو وښایي چې ډېر علم او پوهه لري.

ښځې سست یا کمزوري نارینه هم نه کوي او ورو ورو ورسره لېدنې کموي او هغه کسان چې د ښځو په اړه تشویش کوي هم د ښځو نه خوښېږي، نو که چېرته غواړئ چې د یو چاسره لېدنه وکړئ چې په لېدنه کې ډېر مه ور خوږېږئ بلکې له ښځو سره برابر وچلېږئ او هغه نارینه چې نورو ته آزادي ورکوي ښځې یې ډېر خوښوي، خو هغه کسان چې د نړۍ په اړه معلومات نه لري هم د ښځو له نظره لوېږي، نو هڅه وکړئ چې په لومړیو لېدنو کې د نړۍ او ټولنې په اړه ښې خبرې وکړئ او یوه خبره مو باید په یاد وي چې د خولې بد بویي هم د ښځو بده راځي او له داسې نارینه وو ځان ساتي، نو هڅه وکړئ چې هم په صورت ښکلي شئ او هم په سیرت ترڅو د هر چا د خوښې وړ وګرځئ.

Loading...

دا هم ولولئ

که چېرته مو په میرمنو کې دا نښې، نښانې ولېدې؛ دویم واده وکړئ

د یوې میرمنې په حیث د یوې ښځې رول څومره اهمیت لري؟ آیا یوه میرمن …