کورپاڼه / جالب / په هند کې یو ناکام عاشق خپله معشوقه له روان اورګاډي څخه ټیل وهلې یا غورځولې

په هند کې یو ناکام عاشق خپله معشوقه له روان اورګاډي څخه ټیل وهلې یا غورځولې

د هندوستان په سوداګریز ښار کې یو ناکام عاشق خپله معشوقه د روان اورګاډي څخه ټیل وهله او خپله یې هم ځان ور وغورځاوه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې څلرویشت کلن سمید یادیو له تېرو دوو کلونو څخه په یوې انجلۍ مئین و، خو د انجلۍ بیا ورسره مینه نه وه، دواړه به په یو ځای کې کار کاوه، خو د انجلۍ بیا سمید یادیو په دې نه و خوښ چې د شرابو د څښلو عادت یې درلود او په همدې یې ورڅخه نفرت کاوه، خو بله خوا په سمید یادیو د مینې پیریان ناست ول او انجلۍ به یې تنګوله، چې پولیسو ته څو ځلې عارضه شوې هم وه.

پولیسو ته له عرضې وروسته تر یو څه موده هلک په کرار و، چې د تېرې جمعې په ورځ سمید یادیو د (کار) د اورګاډي په تمځای کې انجلۍ له روان اورګاډي څخه ټیل وهله او پېښې ته یې د رنګ ورکولو په موخه خپله ځان هم ور وغورځاوه.

ویل کېږي چې له اورګاډي څخه په لوېدو د انجلۍ سر زخمي شوي او دولس کوکه یې خوړلي، خو له خطر څخه ژغورل شې، بله خوا هلک هک زخمي شوي خو د خلکو په راټولېدو له هغه ځایه وتښتید.

له پیښې وروسته پولیسو له ځایي کامرو څخه ټوله کیسه ترلاسه کړه او هلک یې ونیو.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …