کورپاڼه / اسلام / که چېرته یو شخص په خوب کې د قران کریم تلاوت کوي؛ تعبیر به یې څه وي؟
قرآن

که چېرته یو شخص په خوب کې د قران کریم تلاوت کوي؛ تعبیر به یې څه وي؟

خوب تقریباً هر څوک ویني او په عموم کې ټول بیا د خوب د تعبیر لپاره نا آرامه وي، خو که چېرته یو څوک په خوب د قران کریم تلاوت کوي تعبیر به یې څه وي؟

د امت د ورځپاڼې له مخې علامه کمال الدین ادهمي رحمه الله لیکي، که چېرته یو شخص خوب وویني او په خوب قران کریم په ناظره سره تلاوت کوي، نو ددې تعبیر دادی چې دا شخص به عزتمند او بریالی شي او خوشحالي به ترلاسه کړي، که چېرته یو څوک په خوب کې په حفظ سره تلاوت کوي نو ددې مانا لري چې په محکمه کې به له چا سره دعوه ولري او په دعوه کې به په حقه وي، دغه راز دا مانا هم لري چې دا شخص امانت ساتونکی، د نرم زړه خاوند، خلک له بدیو منعه کوي او د نیکو امر ورته کوي.

که چېرته یو شخص په خوب کې قران کریم ختم کړي، نو ددې مطلب دادی چې د زړه ارمان به یې پوره شي او الله تعالی لوی اجر ور په برخه کړي او هغه څوک چې په خوب کې وویني چې قران کریم حفظ کړی او مخکې یې نه وي په یاد، نو ددې مانا دادی چې دا شخص به لوړ ځای ته ورسېږي.

که چېرته یو څوک له ځان سره تلاوت کوي خو ورته باد نه وي چې کوم یو سورت یا آیت یې تلاوت کوو، نو که چېرته ناروغ وي روغ به شي او که سوداګر وي ګټه به وکړي.

که چېرته یو څوک په خوب کې له چا قران کریم اوري نو مانا یې داده چې مشري به یې نوره هم پیاوړي شي، خاتمه به یې ښه وي او د دښمنانو له چل ول به خوندي وي او که چېرته په خوب کې تلاوت کوي او نور ورته غوږ وي نو ددې مانا داده چې یو داسې لوړ ځای ته به ورسېږي، چې خلک به حکمونه پرځای کوي، خو که چېرته یو څوک په خوب کې په ناسم ډول قران کریم تلاوت کوي، نو بیا د بدحالۍ او د ناوړه حالت نښه وي. (تحسبیب المسلمین بکلام رب العالمین، ص:27و28تعبیر المنام للشیخ عبدالغنی النابلسیؒ)

Loading...

دا هم ولولئ

د یو ښه مسلمان صفتونه، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ژبه

پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمایل، چې په …