کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لاهور قلندرز دويمه بريا هم خپله کړه
راشد خان

لاهور قلندرز دويمه بريا هم خپله کړه

د راشد خان اړوند لوبډلې لاهور قلندرز په خپله دويمه لوبه کې هم ښه لوبه ترسره کړه او د کوټې ګليډيټرز لوبډلې ته يې د ٩ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه.

د پاکستان سوپر ليګ ٤مه لوبه د کوټې ګليډيټرز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه لاهور قلندرز وګټله او کوټې ګليډيټرز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوټې ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريس ګيل د ٥ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٤٠ توپونو ٦٨، سرفراز احمد ٤٠ او محمد نواز ٣٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له لوري حارث روف ٣، راشد خان، شاهين شاه اپريدي او احمد دانيال ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٧٩ منډو هدف د لاهور قلندرز لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې په خپله دويمه لوبه کې هم بريا خپله کړه.

د ددوى له لوري فخر زمان ٨٢ ناسوځېدلې او محمد حفيظ ٧٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، حفيظ ٦ شپږيزې او ٥ څلوريزې ووهلې چې په ٣٣ توپونو يې دا منډې ترلاسه کړې.

د کوټې ګليډيټرز له لوري زاهد محمود ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فخر زمان ته ورکړل شوه.

د لاهور قلندرز لوبډله د ٢ لوبو په بريا سره ٤ نومرې لري چې د جدول په سر کې ده او کوټې ګليډيټرز په خپلو دواړو لوبو کې ماتې خوړلې ده.

نن به د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …