کورپاڼه / روغتيا / آیا هګۍ باید له ژېړو پرته وخوړل شي؟
هګۍ

آیا هګۍ باید له ژېړو پرته وخوړل شي؟

د هګیو د خوراک په اړه ویل کېږي، چې په استعمال سره یې د بدن د کلیسټرولو کچه پورته کېږي او په همدې سبب ډېر خلک د هګیو له خوراک څخه ډډه کوي، خو پوښتنه داده چې آیا رښتیا هم هګۍ د روغتیا لپاره زیانمنې وي؟

د هندوستان د خبرونو د تلویزون این ډي له مخې د خوراکي توکو کارپوه منمن کنیریوال وایې، چې هګۍ باید د ژېړو سره یوځای وخوړل شي، د هګۍ ژېړ چې خلک یې د کلیسټرول درلودونکې ګڼي په اصل کې د فوسفور لپډز غوره ذریعه ده.

نوموړی د فوسفور لپډز په اړه وایي، چې دا یو ډول غوړ دي، چې د کلیسترولو د میتابولیزم لپاره مثبتې اغېزې پخپل ځان کې لري او د بدن سوخت هم له منځه وړي یا ورته ګټور تمامېږي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د هګیو په خوراک سره د بدن په کلیسترولو منفي اغېزې نه پرېوځي، ځکه چې هګۍ د ډېرو غذایي توکو درلودونکې وي، چې په جوړښت کې یې پروټین، د بي ګروپ ویټامینونه، اوسپنه او ویټامین ای هم شتون لري.

هګۍ څه ډول په خوراکي توکو کې استعمال کړو؟

د هګیو په اړه ترټولو ښه خبره داده چې په بېلابېلو لارو چارو یا طریقو سره پخېږي، یعنې هګۍ ځانته هم په څو ډولونو سره پخېږي او له نورو خوراکي توکو سره هم پخېدلی شي.

په ورځ کې باید څو هګۍ وخوړل شي؟

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په یوه ورځ کې په ډېره اندازه یا په کمه اندازه هګۍ خوړل نه وي پکار، بلکې باید په مناسب اندازه استعمال شي، څېړنې وایي چې په ورځ باید یوه یا دوه هګۍ وخوړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګوړه

له ډوډۍ خوړلو وروسته د ګوړې استعمال څه ګټه لري؟

له ډوډۍ وروسته ډېری خلک غواړی چې خواږه شیان وخوري، چې ځینې بیا په همدې …