کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د شاهد اپریدي نه مخکې شو

راشد خان د شاهد اپریدي نه مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی او د نړیوالو شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی راشد خان د پاکستان پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي شاهد اپریدي نه مخکې شو.

شاهد خان اپریدی چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې لوبېږي، راشد خان له نوموړي ۱۱ کاله وروسته شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، خو نوموړی يې شاته پرېښی.

شاهد اپریدي د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۳۲۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې ۳۴۴ ویکټې يې ترلاسه کړې دي، خو راشد خان بیا د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په ۲۴۹ شل اوریزو لوبو کې ۳۴۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

شاهد اپریدي تراوسه پورې ۱۱۴۳.۴ اورونه ترسره کړي دي خو راشد خان بیا ۹۵۶.۱ اورونه ترسره کړي دي.

په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ویکټې بیا د ویسټ انډیز ډواین براوو ترلاسه کړي دي، نوموړي په ۴۷۱ لوبو کې ۵۱۲ ویکټې ترلاسه کړي.

ورپسې لاسیت ملینګا ۳۹۰، سنیل ناراین ۳۹۰، عمران طاهر ۳۸۲، سهیل تنویر ۳۶۸، شکېب الحسن ۳۶۰ او راشد خان ۳۴۴ ویکټې اخیستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …