کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د ۲ لوبو ترسره کولو وروسته د پاکستان سوپر لیګ پرېښود

راشد خان د ۲ لوبو ترسره کولو وروسته د پاکستان سوپر لیګ پرېښود

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ کې دوه لوبې ترسره کړې او اوس به بېرته د ملي لوبډلې لوبو ته ستنېږي.

نوموړی چې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، په دواړو لوبو کې ښه وځلېده، چې اوس به له کراچۍ څخه متحده عربي اماراتو ته ځي او د ملي لوبډلې سره به یو ځای کېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پرون متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

افغانستان په اماراتو کې د زمبابوې سره ۲ ټېسټ لوبې ترسره کوي، چې د مارچ په دویمه نېټه پیلېږي.

راشد خان په ټولنیزو رسنیو کې ځینې عکسونه خپاره کړي او وايي چې ډېر ژر د پاکستان سوپر لیګ پرېږدي، خو د ملي لوبډلې سره یو ځای کېدل ورته مهم دي.

هغه په خپل پوسټ کې د لاهور قلندرز نه مننه کړې ده او د مینه والو له مینې او ملاتړ څخه يې هم مننه کړې ده. نوموړی وايي چې دلته يې نوې تجربه ترلاسه کړه او بل کال ته به بیا راستون شي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)

د لاهور قلندرز لوبډلې منیجر او اجراییوي رییس سمیر رانا هم له راشد خان مننه کړې ده او ویلي يې دي چې راشد خان نه یوازې دا چې یو غوره کرکټر دی، بلکې ډېر ښه انسان هم دی. نوموړی راشد خان ته د راتلونکو لوبو لپاره نېکې هیلې هم څرګندې کړې دي.

همدا راز د ويسټ انډيز مخکښ توپوهونکى کريس ګيل چې د کوټې ګليډيټرز لپاره لوبېده، هم تېره ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه او بېرته خپل هېواد ته ستون شو. نوموړي په خپله وروستۍ لوبه کې ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه او په ٤٠ توپونو يې ٦٨ منډې ترلاسه کړې، خو لوبډله يې بريالۍ نه شوه.

د کريس ګيل په خپل وطن کې د ټي ٢٠ لوبې پيلېږي، نو کريس ګيل هم په هماغه لوبو کې د ګډون په موخه له پاکستانه بېرته لاړ.

دا هم ولولئ

ویرات کوهلي: زموږ نهایي هڅه د نړیوال جام ګټل دي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکی ویرات کوهلي ویلي، چې په …