کورپاڼه / روغتيا / د وزن د کمولو لپاره د ډوډۍ د تیارولو آسانه طریقه
ډوډۍ

د وزن د کمولو لپاره د ډوډۍ د تیارولو آسانه طریقه

ډوډۍ خوړل یا تیارول هغه څه دي، چې هره ورځ یې ترسره کوو، نو بیا ولې داسې ډوډۍ نه تیاروو چې هم مو وزن کم کړي او هم مو بدن ته پیاوړتیا یا انرژي ور په برخه کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د اوربشو فیرني او د اوربشو ډوډۍ د ډېرو زیاتو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او د انساني روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي.

ګڼ شمېر خلک د سهار د ناشتې یا سباناري پرمهال د اوربشو له فیرنۍ څخه ګټه اخلي، خو په ورځني ډول د یو خوراکي توکو خوړل د انسان زړه موړوي، بلکې کولی شئ چې اوربشې په مختلفو طریقو سره وکاروئ، چې دلته مو په همدې موخه له اوربشو څخه د ډوډۍ د تیارولو طریقه ښودلې، ترڅو په استعمال یې د چاغښت ستونزه حل کړئ.

د جوړولو طریقه:

یوه پیاله د اوربشو اوړه به راواخلئ، بیابه یې ښه چاڼ کړئ او یو طرف ته به یې کېږدئ. بله خوا به یوه پیاله اوبه په یو لوښي کې واچوئ، یوه کاچوغه غوړي یا تېل به ور اضافه کړئ، د اړتیا وړ مالګه به ور واچوئ او تر ایشولو پورې به یې پاخه کړئ، بیابه په ګرمو اوبو د اوربشو اوړه واچوئ او ښه به یې ګډ کړئ نو اوړه به تیار شي، اوس به ترې ډوډۍ پخه کړئ او استعمال به یې کړئ، په دې ډول سره تقریباً نهه یا لس ډوډۍ تیارېږي او په ورځني ډول ور څخه ګټه پورته کړئ.

دا هم ولولئ

آیا د ملخوزې د دانو له حیرانوونکې ګټو څخه خبر یاست؟

ملخوزه چې له پیړیو راهیسې د غذا او نورو ګټو لپاره استعمالېږي پر مجموعي روغتیا …