کورپاڼه / خبرونه / ساره ټېلر له راشد خان نه څه زده کول غواړي؟
راشد خان او ساره ټېلر

ساره ټېلر له راشد خان نه څه زده کول غواړي؟

د انګلستان کرکټ ښځينه لوبډلې پخوانۍ ويکټ ساتونکې او توپوهونکې ساره ټېلر د راشد خان يوه ويډيو خپره کړې ده او له هغه نه يې د زده کړې غوښتنه کړې.

راشد خان چې په پاکستان سوپر ليګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، په لومړۍ لوبه کې يې د ښې توپ اچونې تر څنګ ښه توپوهنه هم ترسره کړه او لاهور قلندرز ته يې بريا ورپه برخه کړه.

د لوبې په وروستيو کې چې کله ٤ منډې بريا ته پاتې وې، راشد خان هيليکوپټر شاټ وواهه او په شپږيزې يې لاهور قلندرز ته بريا ورپه برخه کړه.


د راشد خان د دغه هيليکوپټر شاټ ويډيو د پاکستان سوپر ليګ د ټويټر پاڼې څخه خپره شوې ده، چې د نورو خلکو تر څنګ دا ويډيو د انګلستان پخوانۍ ښځينه کرکټرې ساره ټېلر هم خوښه کړې ده.

نوموړې دا ويډيو ريټويټ کړې هم ده او ورته يې ليکلي دي، چې ماته يې رازده کړه.

نوموړې راشد خان ته د دې شاټ د زده کولو ويلي دي او راشد خان هم ورته بېرته په ځواب کې ليکلي دي، چې حتماً. نوموړي هم د ساره ټېلر دا ټويټ ريټويټ کړى دى.

ساره ټېلر چې د انګلستان ښځينه لوبډلې يو له مهمو لوبغاړو څخه وه، راشد خان يې د خوښې لوبغاړى دى او نه يوازې دا چې د هغې په ټويټونو باندې تبصرې کوي، بلکې وخت نا وخت يې په اړه ټويټونه هم کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …