د افغانستان مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز ويلي دي، چې له ځان سره خوشحاله اوسېدل تر ټولو غوره ده.
نوموړې چې په هند کې ژوند کوي، خپل ځينې تازه عکسونه يې د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې خپاره کړي دي، چې د هغې د مينه والو له لوري خوښ شوي دي.
فرزانه ناز هند ته له تګ وروسته اداکاري هم شروع کړې ده، خو هغه په هند او دوبۍ کې ډېر ژوند کوي.
نوموړې ځينې تازه عکسونه چې خپاره کړي دي، داسې ښکاره کېږي چې د سمندر په غاړه چکر ته تللې ده. هغې له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې له خپل ځان سره خوشحاله اوسېدل تر ټولو غوره لاره ده.
View this post on Instagram
همدا راز نوموړې يو بل عکس هم خپور کړى دى، چې په جيم کې ليدل کېږي او داسې ښکاري چې له ورزش ترسره کولو وروسته يې دا عکس اخيستى دى.
View this post on Instagram
فرزانه ناز چې له افغانستان څخه دوبۍ او بيا هند ته تللې ده، له هغه وروسته ډېره بېباکه شوې ده او هر وخت په ټولنيزو رسنيو کې خپل بېباکه عکسونه خپروي، چې تر ډېره پورې د خلکو له نيوکو سره هم مخ کېږي.