په امریکا یو عجیبه غوندې سپی پیدا شوی، چې شپږ پښې لري او تصویر یې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی.
د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې دا د نړۍ لومړنی سپی دی چې شپږ پښې لري او ژوندی هم دی، ویل چې دغه سپی د امریکا په اوکلا هامو ایالت کې پیدا شوی دی.
د نیل حیواني روغتون د وینا له مخې دغه سپی سکیپر نومېږي، چې نه یوازې شپږ پښې لري، بلکې دوه لکۍ او په بدن کې یې دوه تولیدي سیستمونه هم شتون لري.
ډاکتران وایي چې دا لومړی ځل دی چې د شپږو پښو لرونکی سپی دې ژوندی پیدا شي او په سم ډول دې خپل ژوند پرمخ یوسي او ددې هر څه سربېره یې بیاهم ټولې پښې د عامو پښو په څېر کار کوي.
روغتیایي کارپوهان زیاتوي، چې په راتلوونکې کې به یې د ستونزې د حل لپاره فزیکل تراپي ترسره شي.