د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي دوه کاله وړاندې په همدې ورځ په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ستر ريکارډ جوړ کړى و.
د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه افغانستان له ايرلېنډ سره نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کوله. په دې لوبه کې حضرت الله ځاځي په ٦٢ توپونو ١٦٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ١٦ شپږيزې او ١١ څلوريزې يې پکې ووهلې.
دا د يو افغان لوبغاړي له لوري تر ټولو زياتې منډې وې او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا د يو توپوهونکي له لوري دويمې زياتې منډې وې.
همدا راز افغانستان د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٨ منډې وکړې، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د يوې لوبډلې له لوري تر ټولو زياتې منډې دي.
دا لوبه چې په دهرادون کې ترسره شوې وه، افغانستان پکې د ٨٤ منډو په توپير ايرلېنډ ته ماتې ورکړې وه او حضرت الله ځاځي د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.
په دې لوبه کې د ستر ټارګيټ او دويمې زياتې منډو تر څنګ حضرت الله ځاځي او عثمان غني د نړيوالو شل اوريزو لوبو تر ټولو ستره ملګرتيا هم کړې وه، چې ٢٣٦ منډې ملګرتيا وه، همدا راز حضرت الله ځاځى يوازينى توپوهونکى دى چې په يوه لوبه کې يې ١٦ شپږيزې هم وهلي دي.
💥 162* runs from 62 balls
💥 11 fours and 16 sixes#OnThisDay in 2019, @zazai_3 smashed the highest individual score by an Afghanistan batsman in T20Is and the second-highest overall, against Ireland.🇦🇫 posted 278/3 – the highest team total in men’s T20Is! pic.twitter.com/iNo7O8ZZ32
— ICC (@ICC) February 23, 2021
د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د دوه کلن پخواني دې لوبې په اړه پوسټ کړى دى او د حضرت الله ځاځي او عثمان غني يو عکس يې هم ورسره خپور کړى دى.