کورپاڼه / جالب / کوتک راواخلئ تلویزون او ښېښې ماتې کړئ او خپله غوسه سړه کړئ

کوتک راواخلئ تلویزون او ښېښې ماتې کړئ او خپله غوسه سړه کړئ

ډېر وخت کله چې ډېر غوسه شو، نو بیا خپله غوسه په نورو باندې سړوو، ځکه چې موږ نه پوهېږو چې په داسې وخت کې څه وکړو.

اوس کولی شئ چې خپله غوسه او فشار په آسانۍ سره سړه کړئ او ددې لپاره په برازیل کې یوه کوټه جوړه شوې چې د Ridge room په نوم سره یادېږي او دا کوټه ددې لپاره جوړه شوې ترڅو خلک ور پکې خپله غوسه سړه کړي.

هغه څوک چې دې Ridge room ته راځي، یو کوتک ورکول کېږي او په کوټه کې زاړه تلویزونونه، کمپیوټرونه، پرنټرې او ماشینونه او ښېښې پکې شتون لري.

ویل کېږي چې دغه کار یو میاشت وړاندې یو دوه څلویښت برازیلي شخص پیل کړی او ویلي یې دي چې د کورونا د ویروس پرمهال یې ورته ډېر پیرودونکې راغلي دي.

که چېرته تاسې هم غواړئ چې خپله غوسه او فشار ختم کړئ، نو باید له ځان سره ۴.۶۴ ډالر ولري او کله چې کوټې ننوځې ځانګړی لباس او هیلمټ درکول کېږي ترڅو له زخمي کېدو وژغورل شئ، دغه راز په دېوال خپل ستونزې هم لیکلی شئ.

هغه څوک چې دلته راځي او په کور خپله غوسه نه شي سړولی، نو کولی شي چې دلته ډېرې اسانتیاوې ومومي.

دا هم ولولئ

هغه ماهي چې په تخنولو سره د انسان په څېر خاندي+ویډیو

تاسې به په ټولنیزو رسنیو یاهم یوټیوب کې د سمندري حیواناتو اړوند ډېرې ویډیوګانې لیدلي …