کورپاڼه / جالب / هندي پولیسو د یو شخص د ګډ ژوند ستونزه په ډېرې جالبې طریقې سره حل کړه

هندي پولیسو د یو شخص د ګډ ژوند ستونزه په ډېرې جالبې طریقې سره حل کړه

د هندوستان په جارکنډ ایالت کې پولیسو یو شخص ته په اوونۍ درې ورځې میرمنې، درې ورځې معشوقې او یوه ورځ ورته د رخصتۍ حکم ور کړی او په ګډ ژوند کې یې رامنځته شوې ستونزه ور حل کړې ده.

دا کیسه له هغه وخته پیل شوه کله چې د هندوستان د رانچي ښار یو اوسېدونکي راجیش مهاتو د میرمنې د لرلو سربېره د معشوقې د لرلو پرېکړه وکړه او خپل معشوقه یې پرته له دې چې له واده خبره شي ورسره وتښتېدله، خو ددې پرځای چې ستونزه حل شي نور هم پیچلې شوه، ځکه چې له یوې خوا یې میرمن پولیسو ته عارضه شوه او بله خوا د معشوقې والدینو پرې د لور د تښتولو تور پوری کړ.

پولیسو وروسته له شکایتونو د راجیش لټون پیل کړ، چې بیا یې په لټون کې بریالي هم شول، خو دا وخت لږ ناوخته شوی و او له خپلې معشوقې سره یې واده کړی و او کله چې د راجیش پخوانۍ میرمنې د نوموړی دویمه میرمن ولېدله نو ترمنځ یې جنجالونه راپورته شول.

د جنجال د ختمولو لپاره دوی ته پولیسو خپله پرېکړه واوروله او و یې ویل چې راجیش به په اوونۍ کې درې ورځې له اولې میرمنې، درې ورځې له دویمې میرمنې او یوه ورځ به رخصت ولري، دغه راز له درې واړو اړخونو یې امضاګانې هم واخیستې، خو بیا یې هم ستونزې حل نه شوې او د راجیش نوې میرمنې ور باندې نور تورونه هم پورې کړل، چې پولیس یې اوس په لټون بوخت دي.

دا هم ولولئ

هغه ماهي چې په تخنولو سره د انسان په څېر خاندي+ویډیو

تاسې به په ټولنیزو رسنیو یاهم یوټیوب کې د سمندري حیواناتو اړوند ډېرې ویډیوګانې لیدلي …