کورپاڼه / جالب / هغه سیمه چې خلک یې د قیمتي ډبرو په هوس کې د ځمکې لاندې ژوند کوي

هغه سیمه چې خلک یې د قیمتي ډبرو په هوس کې د ځمکې لاندې ژوند کوي

په اسټرالیا کې د کوبر پیډي په نوم د سیمې خراب یا ناوړه موسم او د معدني شتمنیو درلودل دا مانا لري، چې دلته باید د ځمکې لاندې ژوند ترسره شي.

ویل کېږي چې یو سلو پنځوس میلونه کاله وړاندې د کوبر پیډي دغه سیمه یو پراخه سمندر و، چې بیا د سمندري طوفانونو په سبب د سمندري څپو په وسیله په ځمکه کې درزونه رامنځته شول او پټ منرالونه ترې بهر راووتل، چې بیا ورو ورو سختېدل او د سیلیکا د ذخیرو پاتې شونې یې شاته پرېښودې، ویل کېږي چې په دې سیمه کې په ډېره اندازه قیمتي ډبرې شتون لري، چې یوه نمونه یې په لاندې ډول ده.

دغه راز په دې سیمه کې د بېلابېلو قومونو درې زره پنځوس وګړي ژوند کوي، چې په دې داسې اروپایان هم شتون لري چې د خوش قسمتۍ په لټون کې دې سیمې ته د ۱۹۶۰ کال پر شاوخوا راغلي ول او ډېر کسان یې د ځمکې لاندې ژوند کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ یو څو حیرانوونکې عکسونه دلته وګورئ

نن ورځ موږ خپل مینوالو او لوستونکو ته ځینې داسې عکسونه برابر کړي، چې په …