کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: په افغانستان او هندوستان کې، بدلون او غبرګون

فرزانه ناز: په افغانستان او هندوستان کې، بدلون او غبرګون

د افغانستان مشهوره سندرغاړې فرزانه ناز چې کله په هېواد کې دننه وه، نو خپل بدن يې پټ ساته او داسې کالي به يې اغوستل چې زموږ د کلتور سره سم و.

نوموړې په پښتو او دري ژبه کې سندرې ویلې او ډېره مشهوره شوې وه چې ډېر مینه وال يې هم لرل.

خو په وروستیو څو کلونو کې فرزانې هېواد پرېښود او لومړی متحده عربي اماراتو او بیا هندوستان ته لاړه.

خو کله چې نوموړې دوبۍ او بیا ممبۍ ته لاړه، نو ډېر بدلون پکې راغی او کالي يې ډېر بدل شو، چې اوس داسې کالي اغوندي چې نیم بدن يې پکې ښکاري

هند ته له تګ وروسته هغې اداکاري هم شروع کړه.

خو اوس په ټولنیزو رسنیو کې د فرزانه ناز ځینې پخواني او اوسني عکسونه لاس په لاس کېږي، چې خلک پرې نیوکې کوي.

په یو عکس کې نوموړې لیدل کېږي چې پوره کالي يې اغوستي او لوپټه يې په سر ده، خو بلخوا ورسره هغه عکسونه دي چې په هند کې اخیستل شوي او نیم بدن يې پکې ښکاري.

فرزانه ناز یوازینۍ هنرمنده نه ده، خو نوموړې کې تر ټولو زیات بدلون راغلی دی، د افغانستان ځینې نورې سندرغاړې چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، هم داسې بېباکه عکسونه خپروي، چې د خلکو له نیوکو سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

سونو نیګم هغه کسانو ته د خرو خطاب وکړ چې په نوموړی یې نېوکې کولې

د سونو نیګم له نوم سره خو ټول هغه خلک اشنا دي چې د موسیقۍ …