کورپاڼه / بېلا بېل / هند کې د خره غوښه او شيدې په خلکو کې ډېرې مشهورې شوي
خره

هند کې د خره غوښه او شيدې په خلکو کې ډېرې مشهورې شوي

د هند د اندراپردېش ايالت په ډېرى ولسواليو کې د خره غوښې خواړه او شيده په خلکو کې ډېر مشهور شوي دي او ويل کېږي چې د خرو له قحط سره مخ کېدونکي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اندراپردېش په ګوډاواري، کرشنا، ګنټر په ګډون په ډېرو ولسواليو کې د خره غوښې خوړل ډېر شوي دي، خو حکومت په رسمي ډول د دې غوښې د خوړو اجازه نه ده ورکړې.

هغه خلک چې د خره غوښې خوري، وايي چې په دې کې خوند او ګټه دواړه ډېر دي، چې د انسان بدن ته طاقت ورکوي او په نارينه طاقت کې هم زياتوالى راولي. دوى وايي، چې دا غوښه اوسمهال غېرقانوني خرڅېږي، چې له امله يې د دې غوښې خوړونکو ته ډېر په ګرانه او په لوړه بيه ورکول کېږي.

نه يوازې د خره غوښه، بلکې د خرې شيدې هم خلک ډېر څښي او وايي چې دا د نارينه طاقت لپاره ګټورې دي. په ياد ايالت کې د خرې غوښې، شيدې او پوستکي کاروبار اوس ډېر پراخ شوى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په اندراپردېش کې خره کم شوي دي او اوس د راجستان، اترپردېش، تامل ناډو او نورو ايالتونو څخه راوړل کېږي.

بلخوا هغه ټولنې چې د ځناورو د حقونو لپاره کار کوي، د هند حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې د خرو د غوښې کاروبار مخنيوى دې وکړي او څوک چې په دې کار کې لاس لري، هغه دې ونيول شي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې د اندراپردېش پوليسو ويلي دي، چې د خرو غوښه خرڅول غېر قانوني دي او د داسې خلکو پر وړاندې به سخت ګامونه پورته کړي.

دا هم ولولئ

الوتکه کې د ماشوم زېږېدل

له کاناډا څخه قاهرې ته تلونکې الوتکه کې ماشوم زېږېدلى

د مصر يوه الوتکه چې له کاناډا څخه قاهرې ته روانه وه، د سفر پر …