کورپاڼه / بېلا بېل / د وزلوبې دويم پړاو د مارچ په ٥مه نېټه پيلېږي
وزلوبې مراسم

د وزلوبې دويم پړاو د مارچ په ٥مه نېټه پيلېږي

د افغانستان ملي راډيو د سپورټ ټلويزيون په مرسته د وزلوبې يا بزکشۍ دويم پړاو د مارچ په پنځمه يا د حوت په ١٥مه نېټه پيلېږي.

په دې سياليو کې ١٦ لوبډلې ګډون لري، چې ټولې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي.

په الف ګروپ کې کندهار، پنجشېر، پروان او بدخشان، په ب ګروپ کې تخار، نورستان، کابل او لوګر، په ج ګروپ کې باميان، سمنګان، کندوز او ننګرهار، په د ګروپ کې بغلان، سرپل، بلخ او هرات لوبډلې شاملې دي.

د وزلوبې دويم پړاو

په دې ټولو لوبډلو کې شاوخوا ٣٠٠ لوبغاړي د هېواد له ټولو ولايتونو څخه غوره شوي دي، چې خپلې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.

د وزلوبې يا بزکشۍ ليګ په لومړي ځل ملي سپورټ په افغانستان کې پيل او په ژوندۍ بڼه يې خپور کړ، چې اوس د دويم ځل لپاره هم دا سيالۍ د ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

دا هم ولولئ

لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي د اووم ځل لپاره د …