کورپاڼه / خبرونه / شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم
احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي لوبډلې پخواني کپتان او مشهور لوبغاړي، چې د ١٩ کلنې لوبډلې مشر روزونکى و، وويل چې احسان جنت يو داسې توپوهونکى دى، چې توپوهنې ته به يې زه خاص راکوزېدم او سوچ به مې کاوه چې د ده کمزورتيا پېدا کړم.

شفيق ستانکزي په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او د احسان جنت يو عکس يې هم ورسره خپور کړى دى، چې دا خبره د ٢٠١٥ کال ده.

نوموړى په خپل پوسټ کې ليکي: ((په کال ٢٠١٥ کې د هندوستان د کرکټ بورډ د عمومي مشر انوراګ ټاکور سره زما ليدنه وه، د ليدنې وروسته د شپې د ډوډۍ پر مهال راهول ډراويډ، انيل کومبلى او اظهر الدين له موږ سره مل شول، دا هغه وخت و چې راهول ډرايويډ د هندوستان د ١٩ کلنې لوبډلې مشر روزونکى و او تازه له درې اړخيزه سيريز چې د افغانستان او بنګله دېش سره يې ترسره کړې وه راستون شوى و.))

هغه مخکې ليکي: ((د ليدنې پر مهال يې يوه خبره چې زما پام يې ډېر جلب کړ، هغه دا وه چې ډرايويډ کومبلي ته مخ واړوه او ورته يې وويل چې جمبو (انيل کومبلي ته يې د ټيم ملګرو جمبو ويل) د افغانستان په ټيم کې يو داسې ليګ بريک بالر ده، چې په دې کم عمر کې له تا ښه بالينګ کوي، نوم يې راشد ده او ډېر ستر کرکټ به په نړۍ کې وکړي. همدا راز يو داسې د پيل بېټسمېن لري چې کله به هم لوبې ته راووت، زه به د ده توپوهنې ته خاص راکوزېدم او سوچ به مې کاوه چې د ده کمزورتيا پېدا کړم.))

شفيق ستانکزى همدا راز زياتوي: ((نوم يې ترې له ياده وتلى و، اما دومره ورت ياد و چې د لوبډلې کپتان و، نو ما يې نوم ورته واخيست چې احسان جنت، دا داسې وخت و چې ما د احسان او راشد صفت اورېدلى و، اما ليدلي مې نه و. په لومړي ځل چې ما د احسان جنت لوبه وليده نو هغه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې خلاف په کابل کې و. چېرته چې احسان جنت سليزه وه او که ٨٠ منډې جوړې کړې..))

هغه د احسان جنت په اړه مخکې ليکي: ((احسان جنت تقريباً يو کال په مختلفو پرمختيايي پروګرامونو کې و تر څو ملي لوبډلې ته لاره پېدا کړي او کله چې ملي لوبډلې د پيل توپوهونکى شه، نو د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکى فيل سيمينز و. زما ياد شي فيل سيمينز هم د احسان جنت د توپوهنې هومره مينه وال څومره چې راهول ډرايويډ و.))

شفيق ستانکزى د خپل پوسټ په پاى کې ليکي: ((زه اوس دا منم چې د احسان جنت کارکردګي به ښه نه وي، اما په بدل کې داسې لوبغاړو ته بايد تر حده زيات کانفيډينس ورکړل شي، تر څو خپله وړتيا وښيي او کومه ستره تشه چې موږ د اوپنينګ په برخه کې لرو چې هغه په ډکه شي. د ١٩ لوبغاړو په ځاى که ٢٠ اعلان شوى واى نو لا به ښه وه.))

دا هم ولولئ

سارو ګنګولي او ای پي ایل

سارو ګنګولي: د ای پي ایل ۲۰۲۱ پاتې لوبې په هند کې ترسره کول ممکن نه دي

د ای پي ایل ۲۰۲۱ سیالیو له ځنډېدو وروسته په لومړي ځل د هند کرکټ …