کورپاڼه / جالب / په سکاټلینډ کې یوې انجلې له یو سړي سره جنګ کړی، ژبه یې ترې پرې کړې او پر سرک یې غورځولې

په سکاټلینډ کې یوې انجلې له یو سړي سره جنګ کړی، ژبه یې ترې پرې کړې او پر سرک یې غورځولې

د سکاټلینډ په مرکز ایډنبرا کې یو انجلۍ د سرک پر سر له یو سړي سره جنګ کړی، ژبه ترې په غاښونو پرې کړې او په سرک یې غورځولې، چې بیا یې پرې شوې ژبه مرغۍ یوړه.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې ذکر شوی شخص جیمز مکینزي نومېږي او له اوه ویشت کلنې بیتنی ریان په نوم له انجلۍ سره یې د قدم وهنې پرمهال جنجال رامنځته شو.

بله خوا څارنوال سوزان ډیکسن د اډنبرا شیرف محکمې ته ویلي، چې تورنه د جنجال پرمهال جیمز ته ور نږدې شوې، له ګرېوان یې نېولی، بیا یې خوله ور نږدې کړې او په غاښونو یې ترې ژبه پرې کړې، په سرک یې غورځولې، چې بیا هلته موجودې مرغۍ یوړه.

ویل کېږي چې د ژبې دغه ټوټه له دوو تر دریو سانتي میترو پورې وه او تورنه انجلۍ له پېښې وروسته ځای پرېښی او تښتېدلې، بله خوا جیمز بیا ځان روغتون ته رسولی، خو ډاکترانو یې عملیات نه شو ترسره کولی، ځکه چې د ژبې برخه یې نه وه او مرغۍ ترې وړې وه.

دا هم ولولئ

یو سړي له واده یا نکاح (۴۱) کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل

د پاکستان د جیکب آباد د سیمې یو تن اوسیدونکي له خپل واده یا نکاح …