کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ددې عجیب او غریب مخلوق معما تر اوسه نه ده حل شوې

ددې عجیب او غریب مخلوق معما تر اوسه نه ده حل شوې

په ۲۰۰۸ کال د اوړي په موسم کې د نیویارک د مونټاک د سیمې اوسیدونکې د یو چاغ او خونخوار مخلوق په لېدلو وېرېدلي ول، ځکه چې دغه مخلوق یې نه پېژاند، چې بیا پرې د مونټاک مونسټر نوم کېښودل شو.

ویل کېږي چې دغه عجیب او غریب مخلوق د نیویارک په لانګ ټاپو کې د ساحل په غاړه مړ موندل شوی و، چې د خلکو پر وینا د یوې ویروونکې کیسې د شیطان په څېر ښکارېده.

هغه وخت ددې حیوان په اړه بېلابېل نظریات وړاندې کېدل، ځینې ویل چې دا د هغه علمي تجربې پایله ده چې د پلم ټاپو ته نږدې د حیواني ناروغیو د مرکز لخوا ترسره شوې، خو ځینو بیا د ځمکې هغه حیوان ګڼلی چې د کیمیاوي عناصرو ښکار ګرځېدلی وي.

د کریپټو زولوژۍ د نړیوال موزیم ریس چې دغه حیوان ته یې نوم هم ایښی، اراده درلوده چې څېړنې به پرې ترسره کوي، خو کله چې هلته ورسېد نو دغه عجیب او غریب حیوان له هغه ځایه ورک شوی و او دا معما تر اوسه پورې نا حله پاتې دې.

Loading...

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې زړه توب د ختمولو طریقه موندلې

ساینسپوهانو د خلکو د دماغو د رښتیني وخت (Real time) د څارنې په مرسته د …