کورپاڼه / ليکنې / هیله لرل د اوږد عمر او د غوره روغتیا راز ګڼل کېږي
Hope written on rural road

هیله لرل د اوږد عمر او د غوره روغتیا راز ګڼل کېږي

د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې هیله درلودل یا هیله پیدا کېدل د انسان په رواني او بدني روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي.

د ۲۰۱۹ کال د یوې څېړنې له مخې څېړونکو ویلي، چې هیله درلودل د یو شخص په نوم کې په اوسط ډول له لسو څخه تر پنځلس سلنو پورې ډېروالی رامنځته کوي او هغه څوک چې هیله لرونکې وي یا امید لري تر پنځه اتیا کلنۍ پورې ژوند کولی شي.

له څېړنې دا هم معلومه شوې چې ډېره هیله مندي یا امید لرل د غوره روغتیا او د ډېر عمر امکانات ډېروي. د رواني ناروغیو ډاکتران وایي چې ډېره هیله مندي یا امید لرل د همیشنیو ناروغیو په ځانګړي ډول د زړه د ناروغیو خطر کموي.

هغه کسان چې هیله لري تر ډېره بدني فعالیتونه ترسره کوي او له غوره خوراکي توکو څخه ګټه پورته کوي، دغه راز د سګریټ څکولو امکان یې هم لږ وي، چې بیا د غوره روغتیا څښتنان ګرځي.

ددې خبرې ثبوت هم موجود دی چې هیله لرل د وینې د لوړ فشار، ډېر وزن او چاغښت امکان کموي او په همدې ډول د راتلوونکو همیشنیو ناروغیو خطر کموي.

دا هم ولولئ

د نېکۍ پایله پرته له نیکۍ نور څه کېدلی شي

انسان چې په ژوند کې هر کار کوي، هغه که ښه وي یا خراب، هغه …