کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سرفراز احمد په عثمان شينواري غصه او چيغې، خلک ورته غصه دي
عثمان شينوارى او سرفراز احمد

د سرفراز احمد په عثمان شينواري غصه او چيغې، خلک ورته غصه دي

پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر تېره ورځ د لوبې پر مهال په مېدان کې عثمان شينواري باندې سخته غصه وکړه، چې د هغه په دې کار د کرکټ مينه وال او نور خلک سرفراز احمد ته غصه دي.

پرون کوټې ګليډيټرز له لاهور قلندرز سره لوبه کوله، چې د کوټې له لوري ټاکل شوى هدف د لاهور لوبډلې په اسانۍ پوره کړ او د ٩ ويکټې په توپير يې ماتې ورکړه.

د پاکستان پخوانى لوبډلمشر سرفراز احمد د دې لپاره مشهور دى، چې په لوبغالي کې په لوبغاړو غصې کوي او چيغې پرې وهي.

د لوبې پر مهال د سرفراز احمد د غصې د سړولو لپاره د دې لوبډلې روزونکى معين خان هم مېدان ته ورغلى و او هغه ته يې ويلي و، چې د لوبې پر مهال ارامه اوسي.

معين خان او سرفراز احمد

همدا راز د لوبې په پاى کې بيا سرفراز احمد له محمد حفيظ ته لاس هم ورنکړ.

د سرفراز احمد په دې چلند نه يوازې دا چې په ټولنيزو رسنيو کې پاکستانيانو بحثونه کړي دي، بلکې په ټلويزونونو کې هم پرې بحثونه شوي دي او پر هغه باندې نيوکې شوې دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپ اچونکى تنوير احمد وايي، چې سرفراز احمد ته پکار دي چې په لوبغالي کې دننه په لوبغاړو غصې نه کوي، لکه د هندي لوبغاړو دې بيا خپلې ټولې خبرې په ډريسنګ روم کې کوي او په لوبغالي کې دا ډول چلند کول له يو لوبغاړي سره ښه نه ښکاري.

Loading...

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځى

حضرت الله ځاځي دوه کاله وړاندې په همدې ورځ ستر ريکارډ جوړ کړى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي دوه کاله وړاندې په همدې …