کورپاڼه / جالب / په ناجیریا کې د یوې (۴۹) کلنې میرمنې په یو وخت شپږ ماشومان زېږېدلي

په ناجیریا کې د یوې (۴۹) کلنې میرمنې په یو وخت شپږ ماشومان زېږېدلي

په ناجیریا کې د یوې ۴۹ کلنې میرمنې په یو وخت کې شپږ ماشومان زېږېدلي، چې شپږ کاله دمخه یې هم غبرګوني ماشومان زېږېدلي ول.

د انګلیستان د رسنیزې ادارې د راپور له مخې ویل کېږي چې په ناجیریا کې یوې ۴۹ کلنې میرمنې شپږ صحت مند ماشومان زېږولي. راپور زیاتوي چې ۴۹ کلنې ډیکنیس ډورس لیوي ویلن څلور انجونې او دوه هلکان زېږولي او شپږ کاله دمخه یې هم غبرګوني ماشومان زېږولي ول.

ویل کېږي چې ددغو شپږو ماشومانو نومونه یې د انګلیسۍ له (M) توري پیل کړي، چې د ماشومانو نومونه یې مریکل، میرسي، میرټ، ماروس، مارویلز او میرابل ایښي دی، چې دې یې د اولادونه شمېر هم اته شول، چې والدین ورته ډېر خوشحاله دي.

په حیرانوونکې توګه ددې ماشومانو زېږون په کور کې ترسره شوی، چې د سیمې یو څو ښځو ورسره مرسته کړې وه. ډیکنیس ډورس لیوي ویلن په ۱۹۹۴ کې واده کړی و، چې یوویشت کاله له اولاد څخه محروم ول او په لومړي ځل یې په ۲۰۱۵ کال غبرګوني ماشومان وزېږېدل.

ډیکنیس ډورس لیوي ویلن د بي بي سي له یو خبریال سره په خبرو کې ویلی چې یوویشت کاله وروسته غبرګوني او اوس یې د شپږو ماشومانو د زېږېدلو یو لوی سبب د وطني بوټو استعمال او مساج کول دي، چې له پیړیو راهیسې رواج لري.

یاده دې وي چې په ۲۰۰۹ کال د یوې امریکایي میرمنې په یو وخت اته ماشومان زېږېدلی ول.

Loading...

دا هم ولولئ

په پاکستان کې یوه واده شوې ښځه د نکاح له پاسه نکاح ته اړ ایستل شوې

د پاکستان د کند کوټ په تنګواني سیمې کې یوه واده کړې ښځه چې مخکې …